25 بنيامينيان په دوېم ځل د جبعې نه راووتل او په دې ځل هغوئ اتلس زره وسله بند بنى اِسرائيلى فوجيان ووژل.
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
بنيامين د يو شلونکى شرمخ په شان دے. چې په سحر کښې ښکار خورى او په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“
او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بېاِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.
د بنيامين لښکر د ښار نه بهر راووتلو او د ورځې ختمېدو نه مخکښې هغوئ دوويشت زره بنى اِسرائيلى فوجيان وژلى وُو.
هغوئ په دوېم ځل د بنيامين د لښکر خِلاف روان شول.
نو ټول بنى اِسرائيل بيتايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.