قاضيانو 20:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 د بنيامين لښکر د ښار نه بهر راووتلو او د ورځې ختمېدو نه مخکښې هغوئ دوويشت زره بنى اِسرائيلى فوجيان وژلى وُو. Faic an caibideil |
نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو.