Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 20:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو مشران د خُدائ پاک د خلقو په دې غونډه کښې حاضر وُو او هلته څلور لاکه فوجيان د تُورو سره ولاړ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 20:2
9 Iomraidhean Croise  

هغې ورته ووئيل، ”تا د خُدائ پاک د خلقو سره دومره بد ولې کړى دى؟ تۀ خپل زوئ له اجازت نۀ ورکوې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شى، اوس اوس چې تا څۀ ووئيل نو تا په خپله خپل ځان مجرم کړے دے.


هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو.


کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکامه شو.


کله چې بنى اِسرائيل د دې نه خبر شول، نو د سيلا سره ټول قوم د دې دپاره راغونډ شو چې د نمرخاتۀ طرف ته قبيلو خِلاف جنګ وکړى.


هغوئ په هغه ورځ باندې د خپلو ښارونو نه شپږويشت زره وسله بند فوجيان راوغوښتل. د دې نه علاوه، د جبعې اوسېدونکو اووۀ سوه خاص خوښ شوى کسان هم راغونډ کړل کوم چې ګس مټى وُو. هر يو کس د ليندې په کاڼى باندې يو وېښتۀ ويشتلے شو او هيڅکله ترې نه نۀ خطا کېدو.


د بنيامين د خلقو نه بغېر نورو بنى اِسرائيلى قبيلو څلور لاکه وسله بند فوجيان راغونډ کړل چې کوم ټول تکړه فوجيان وُو.


په دې دوران کښې د بنيامين خلق خبر شول چې نور ټول بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى. بنى اِسرائيلو تپوس وکړو، ”مونږ ته ووايئ چې دا جرم څنګه شوے دے؟“


زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو.


ساؤل هغوئ په بزق کښې راغونډ کړل، هغوئ درې لاکه د بنى اِسرائيل نه وُو او دېرش زره د يهوداه د قبيلې کسان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan