قاضيانو 20:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 د بنيامين د خلقو نه بغېر نورو بنى اِسرائيلى قبيلو څلور لاکه وسله بند فوجيان راغونډ کړل چې کوم ټول تکړه فوجيان وُو. Faic an caibideil |
نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو.