Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 20:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15-16 هغوئ په هغه ورځ باندې د خپلو ښارونو نه شپږويشت زره وسله بند فوجيان راوغوښتل. د دې نه علاوه، د جبعې اوسېدونکو اووۀ سوه خاص خوښ شوى کسان هم راغونډ کړل کوم چې ګس مټى وُو. هر يو کس د ليندې په کاڼى باندې يو وېښتۀ ويشتلے شو او هيڅکله ترې نه نۀ خطا کېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 20:15
9 Iomraidhean Croise  

دا قبيلې په شمېر کښې پينځۀ څلوېښت زره او شپږ سوه سړى وُو.


هغوئ د بنيامين د ټولو ښارونو نه جبعې ته راغلل چې د نورو بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى.


نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو.


بنيامينيان په دوېم ځل د جبعې نه راووتل او په دې ځل هغوئ اتلس زره وسله بند بنى اِسرائيلى فوجيان ووژل.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د بنيامين په لښکر باندې فتح ورکړه. بنى اِسرائيلو په هغه ورځ باندې پينځويشت زره او سل دشمنان ووژل چا چې تُورې راويستلې وې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan