قاضيانو 20:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 نو د جبعه دا بدکاره کسان مونږ ته حواله کړئ، چې مونږ يې ووژنو او دا بد عمل د بنى اِسرائيلو نه لرې کړُو.“ خو د بنيامين خلقو خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو ته غوږ ونۀ نيولو. Faic an caibideil |
خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.