11 نو د بنى اِسرائيلو ټول سړى د دې يو مقصد دپاره راغونډ شول چې په ښار حمله وکړى.
بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.
د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بېشرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“
د بنى اِسرائيلو قبيلو د بنيامين ټولې علاقې ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”دا څومره سخت جرم دے چې ستاسو په مُلک کښې شوے دے.
ټول خلق يو ځائ پاڅېدل او وې وئيل، ”په مونږ کښې به يو کس هم واپس نۀ ځى کۀ هغه په خېمه کښې اوسيږى او کۀ په کور کښې.
کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.