Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 20:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بې‌شرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 20:10
7 Iomraidhean Croise  

د دې عملونو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومونو داسې خپل ځانونه ناپاک کړل، هغه غېرقومونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى.


نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.


څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“


نو د بنى اِسرائيلو ټول سړى د دې يو مقصد دپاره راغونډ شول چې په ښار حمله وکړى.


ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.


مونږ به داسې کار وکړُو چې پچه به واچوو او څۀ سړى به خوښ کړُو چې په جبعه باندې حمله وکړى.


کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan