9 هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنتحِرس کښې وو.
کله چې بنى اِسرائيلو د زمکې تقسيمول ختم کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوَع له د زمکې يوه حِصه ورکړه چې د هغۀ خپل ميراث شى.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو، هغوئ يشوَع له هغه ښار ورکړو چې کوم يې غوښتے وو، يعنې د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د تمنتسِرح ښار هغۀ بيا جوړ کړو او هغه په کښې اوسېدو.
د هغې نه پس، د مالِک خُدائ خِدمتګار د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې وفات شو.
هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنتسِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے.
د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“
د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو.