8 د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو.
د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“
تر کومې پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس چې تر کومې پورې هغه مشران ژوندى وُو چې هغوئ په خپله هغه ټول لوئ کارونه ليدلى وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو، نو هغوئ هم هغه شان کول.
هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنتحِرس کښې وو.