5 نو ځکه په هغه ځائ يې بوکيم نوم کېښودو چې مطلب يې ژړا دے او هلته هغوئ مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړې.
د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيتايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو.
هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.
نو منوحه د چېلۍ يو بچے او څۀ غله واخستله او د ګټ په قربانګاه باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړه. او چې کله منوحه او د هغۀ ښځې ورته کتل نو مالِک خُدائ يو عجيبه کار وکړو.
د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.
کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل،
يشوَع چې کله بنى اِسرائيل رُخصت کړل، نو هره يوه قبيله لاړله چې د هغه مُلک خپله خپله برخه ونيسى.
جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.
سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.