22 زۀ به هغوئ د دې دپاره استعمال کړم چې دا معلومه کړم چې دا بنى اِسرائيليان د خپل پلار نيکۀ په شان زما په لاره روان دى او کۀ نه.“
څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“
او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.
خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.
نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.
موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو.
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه.
په بيابان کښې د خوراک دپاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار نيکۀ هيڅکله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخر کښې ستاسو هر څۀ سم شى.
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.
نو مالِک خُدائ هغه قومونه پرېښودل چې په هغه مُلک کښې پاتې شى، هغۀ نۀ يشوَع له په هغوئ باندې فتح ورکړه او نۀ يې د يشوَع د مرګ نه پس زر هغوئ وشړل.