Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 2:16
14 Iomraidhean Croise  

نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.


او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل.


د ابى‌مَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو.


نو اِفتاح د عمونيانو سره جنګ دپاره د سيند نه پورې وتلو او مالِک خُدائ هغۀ له فتح ورکړه.


بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.


ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.


هغه به د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې د راما او بيت‌ايل په مينځ کښې د کجورې يوې خاص ونې لاندې کښېناسته او بنى اِسرائيل به هلته د فېصلو کولو دپاره ورتلل.


بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“


ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلى‌مَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيت‌لحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل


مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.


هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan