قاضيانو 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى. Faic an caibideil |
احاز بادشاه ګناه کړې وه، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د شام بادشاه په ذريعه هغۀ له شکست ورکړو او هغۀ په لوئ شمېر کښې د يهوداه قېديان هم دمشق ته بوتلل. مالِک خُدائ د رملياه د زوئ د اِسرائيل د بادشاه فقح په ذريعه هم احاز له شکست ورکړو او په يوه ورځ يې يو سل او شل زره د يهوداه تکړه فوجيان ووژل. مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک د دې کېدو اجازت ځکه ورکړو چې د يهوداه خلقو هغه پرېښے وو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.