مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.
تر دې پورې چې تاسو به په هغه مُلک کښې تر ډېره وخته پورې يئ او بچى او نمسى به مو پېدا شى، د يو څيز په شکل هم بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه مۀ ګناهګاروئ. د مالِک خُدائ په نظر کښې دا يو بد عمل دے او د دې په وجه به هغه غصه شى.