7 ليوے پاڅېدو چې لاړ شى، خو د هغۀ سخر ورته مِنت وکړو چې ايسار شى، نو هغۀ يوه بله شپه هم هلته تېره کړه.
بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابىسلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابىسلوم دپاره برکت وغوښتو.
نو هغه دواړه سړى کښېناستل او په يو ځائ يې خوراک څښاک وکړو. د ښځې پلار بيا هغۀ ته ووئيل، ”دا به ښۀ وى چې شپه دلته تېره کړې او خپل زړۀ خوشحاله کړې.“
په پينځمه ورځ سحر وختى هغه روان شو، خو سخر ورته ووئيل، ”لږ څۀ وخوره او مازيګر پورې صبر وکړه.“ نو دواړو سړو يو ځائ روټۍ وخوړه.