6 نو هغه دواړه سړى کښېناستل او په يو ځائ يې خوراک څښاک وکړو. د ښځې پلار بيا هغۀ ته ووئيل، ”دا به ښۀ وى چې شپه دلته تېره کړې او خپل زړۀ خوشحاله کړې.“
هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“
ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“
د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
او بيا به خپل ځان ته ووايم، سړيه، ډېر څيزونه دې جمع کړل چې د ډېرو کالونو پورې ستا دپاره کافى دى، اوس په آرام ژوند کوه، خوره څښه او خوشحاله ګرځه.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
د زمکې ټول خلق به ورته په سترګو کښې خاندى او خوشحالۍ به کوى او يو بل ته به تحفې ورکوى ځکه چې دې دواړو نبيانو د زمکې ټول خلق عذابول.
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.
ليوے پاڅېدو چې لاړ شى، خو د هغۀ سخر ورته مِنت وکړو چې ايسار شى، نو هغۀ يوه بله شپه هم هلته تېره کړه.
کله چې هغه سړے، د هغۀ وينځه او د هغۀ نوکر يو ځل بيا روان شول، نو سخر ورته ووئيل، ”وګوره، ماښام نزدې دے، په کار دى چې تاسو ټوله شپه پاتې شئ. زر به تيارۀ شى، دلته پاتې شئ او خپل زړۀ خوشحاله کړئ. سحر د سفر دپاره وختى پاڅئ او خپل کور ته لاړ شئ.“
هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابىمَلِک ته يې کنځل وکړل.
کله چې بوعز خوراک څښاک ختم کړو، نو هغه ښۀ په سور کښې وو. هغه د اوربشو ډېرى له لاړو او څملاستو. روت غلې غلې ورغله، څادر يې ترې اوچت کړو او هغۀ سره اوده شوه.
ابىجيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.