4 د هغۀ سخر پرې زور واچولو چې ايسار شى، نو هغه درې ورځې هلته پاتې شو. هغوئ هلته خوراک څښاک وکړو او درې شپې يې تېرې کړې.
خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“
هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.
بيا هغه سړى دا فېصله وکړه چې هغې پسې لاړ شى او رضا يې کړى چې واپس هغۀ له راشى. هغۀ خپل نوکر او دوه خرونه ځان سره بوتلل. نو کله چې هغه هلته ورسېدو نو ښځې هغه د خپل پلار کور ته راوستو او چې سخر هغه وليدو نو ورته يې ډېر په مينه پخېر راغلے ووئيلو.
د څلورمې ورځې په سحر هغوئ وختى پاڅېدل او د تلو تيارے يې وکړو. خو د ښځې پلار هغه ليوى ته ووئيل، ”وړومبے لږ څۀ وخوره. چې تازه دم شې نو وروستو به بيا لاړ شې.“