Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 19:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د سحر په رڼا کښې هغه ښځه راغله او د هغه بوډا سړى د کور په دروازه کښې وغورزېدله، چرته يې چې خاوند وو. د نمر راختلو پورې هغه هلته وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 19:26
5 Iomraidhean Croise  

نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“


لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.


خو هغه سړو د هغۀ خبره نۀ منله. نو ليوى خپله وينځه بهر ورولېږله. نو هغوئ ورسره په زور زنا وکړه او ټوله شپه يې د هغې بې‌عزتى وکړه او په سحر کښې يې پرېښودله.


سحر د هغې خاوند پاڅېدو او کله چې هغۀ دروازه کولاو کړه چې په خپله مخه لاړ شى، نو هغۀ د کور په مخکښې خپله وينځه وليده چې د دروازې په خولۀ کښې پرَته وه او لاسونه يې درشل ته رسېدلى وُو.


بيا هغه سړى دا فېصله وکړه چې هغې پسې لاړ شى او رضا يې کړى چې واپس هغۀ له راشى. هغۀ خپل نوکر او دوه خرونه ځان سره بوتلل. نو کله چې هغه هلته ورسېدو نو ښځې هغه د خپل پلار کور ته راوستو او چې سخر هغه وليدو نو ورته يې ډېر په مينه پخېر راغلے ووئيلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan