Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 19:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 خو هغه سړو د هغۀ خبره نۀ منله. نو ليوى خپله وينځه بهر ورولېږله. نو هغوئ ورسره په زور زنا وکړه او ټوله شپه يې د هغې بې‌عزتى وکړه او په سحر کښې يې پرېښودله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 19:25
9 Iomraidhean Croise  

بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟


هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.


هغوئ نۀ شرميږى او خپل ځانونه يې په شهوت پرستۍ، او په هر قسم ګنده کارونو پسې ليونى کړل.


ګورئ، دلته د هغۀ وينځه او زما لور ده چې وادۀ شوې نۀ ده. زۀ به اوس هغوئ ستاسو دپاره بهر راوباسم او څۀ مو چې خوښه وى ورسره يې وکړئ، خو د دې سړى سره داسې بد کار مۀ کوئ.“


د سحر په رڼا کښې هغه ښځه راغله او د هغه بوډا سړى د کور په دروازه کښې وغورزېدله، چرته يې چې خاوند وو. د نمر راختلو پورې هغه هلته وه.


د جبعې سړى په ما باندې د حملې کولو دپاره راغلل او د کور نه يې ګېره واچوله. د هغوئ اراده زما قتلول وُو، خو هغوئ زما د وينځې سره دومره غلط کار وکړو چې مړه شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan