24 ګورئ، دلته د هغۀ وينځه او زما لور ده چې وادۀ شوې نۀ ده. زۀ به اوس هغوئ ستاسو دپاره بهر راوباسم او څۀ مو چې خوښه وى ورسره يې وکړئ، خو د دې سړى سره داسې بد کار مۀ کوئ.“
ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“
همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بېعزتى يې وکړه.
لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.
وروستو، کۀ تاسو د هغې سره خوشحاله نۀ يئ، نو تاسو يې پرېښودے شئ او چې چرته وغواړى نو هلته دې لاړه شى. ځکه چې تاسو د هغې بېعزتى کړې ده، نو تاسو د هغې سره د يوې وينځې په شان سلوک نۀ شئ کولے او نۀ يې خرڅولے شئ.
خو هغه سړو د هغۀ خبره نۀ منله. نو ليوى خپله وينځه بهر ورولېږله. نو هغوئ ورسره په زور زنا وکړه او ټوله شپه يې د هغې بېعزتى وکړه او په سحر کښې يې پرېښودله.