23 خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بېاخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.
ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“
نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بېعزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.
هغې ورته ووئيل، ”نه زما وروره، داسې بېشرمه کار ته ما مۀ مجبوروه، په کار نۀ دى چې داسې بد عمل په بنى اِسرائيلو کښې وشى.
نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.
څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“
ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.