Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 19:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 هغوئ خپل زړونه خوشحالول چې د ښار څۀ بدکاره سړى ناڅاپه د کور نه تاو شول او په دروازه وهلو باندې يې شروع وکړه. هغوئ هغه بوډا سړى ته ووئيل، ”هغه سړے راوباسه چې تا سره کور ته راغلے دے. مونږ د هغۀ سره حرامکارى کول غواړُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 19:22
19 Iomraidhean Croise  

دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“


ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟


هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.


ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،


ولې د مسيح د شېطان سره څۀ قسم جوړښت شته؟ يا يو ايماندار د يو بې‌ايمانه سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟


چې ستاسو د قوم څۀ لوفرانو خلقو د خپل ښار خلق بې‌لارې کړى دى چې د هغه معبودانو عبادت وکړى چې تاسو يې کله هم د دې نه مخکښې عبادت نۀ دے کړے.


دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.


د جبعې سړى په ما باندې د حملې کولو دپاره راغلل او د کور نه يې ګېره واچوله. د هغوئ اراده زما قتلول وُو، خو هغوئ زما د وينځې سره دومره غلط کار وکړو چې مړه شوه.


ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.


ما يوه بې‌کاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“


خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.


د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه


صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan