Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 19:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هغه بوډا سړى ورته ووئيل، ”په خېر راغلئ. زۀ به ستاسو د هر ضرورت خيال ساتم، تاسو په بازار کښې شپه مۀ تېروئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 19:20
15 Iomraidhean Croise  

خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته دې خېر وى. مۀ يرېږه. تۀ به نۀ مرې.“


ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.


د شکايت نه بغېر په خپلو کښې د يو بل مېلمستيا کوئ.


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.


زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او سلامتى دې تاسو سره وى.


د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.


زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.


د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.


هغۀ ته ووايئ، ”خوشحاله او ژوندے اوسې، په تا او ستا په کور دې سلامتى وى او په هغه هر څۀ دې سلامتى وى چې تۀ يې لرې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan