2 خو هغه د هغۀ نه خفه شوه، په بيتلحم کښې واپس د خپل پلار کور ته لاړه او څلور مياشتې يې هلته تېرې کړې.
تۀ د اسوريانو سره هم په زناکارۍ کښې مصروفه شوې، ځکه چې ستا شوق نۀ پوره کېدو، بلکې د دې نه وروستو هم تۀ يخه نۀ شوې.
کۀ د يو اِمام لور کنجره شى، هغه د خپل پلار سپکاوے کوى، نو هغه به خامخا په اور کښې سوزولے شى.
نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.
هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيتلحم په ښار کښې اوسېدو.
په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيتلحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.
بيا هغه سړى دا فېصله وکړه چې هغې پسې لاړ شى او رضا يې کړى چې واپس هغۀ له راشى. هغۀ خپل نوکر او دوه خرونه ځان سره بوتلل. نو کله چې هغه هلته ورسېدو نو ښځې هغه د خپل پلار کور ته راوستو او چې سخر هغه وليدو نو ورته يې ډېر په مينه پخېر راغلے ووئيلو.