Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 19:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 زمونږ سره د خپلو خرونو دپاره واښۀ او بوس هم شته او داسې زما، زما د بلې ښځې او زما د نوکر دپاره روټۍ او مے هم شته. ما سره د ضرورت هر يو څيز موجود دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 19:19
6 Iomraidhean Croise  

مونږ سره ډېر بوس او واښۀ شته او ستاسو د پاتې کېدو دپاره حُجره هم شته.“


”د خښتو جوړولو دپاره خلقو ته بوس ورکول بند کړئ. دوئ لېږئ چې په خپله يې ځان له راغونډوى.


نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيت‌لحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan