18 ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيتلحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى،
ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه، ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.
د خپلو ګاونډيانو کور ته کم ورځه، کۀ چرې تۀ ډېر ورځې نو کېدے شى چې ستا نه نفرت شروع کړى.
هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بېکاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى.
کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.
هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيتلحم په ښار کښې اوسېدو.
تر کومې پورې چې د خُدائ پاک کور په سيلا کښې وو نو تر هغه وخته پورې د ميکاه بُت هلته وو.
هغه بوډا سړى د ښار په بازار کښې مسافر وليدو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟ او تۀ چرته ځې؟“
زمونږ سره د خپلو خرونو دپاره واښۀ او بوس هم شته او داسې زما، زما د بلې ښځې او زما د نوکر دپاره روټۍ او مے هم شته. ما سره د ضرورت هر يو څيز موجود دے.“
د څلورمې ورځې په سحر هغوئ وختى پاڅېدل او د تلو تيارے يې وکړو. خو د ښځې پلار هغه ليوى ته ووئيل، ”وړومبے لږ څۀ وخوره. چې تازه دم شې نو وروستو به بيا لاړ شې.“
بنى اِسرائيل په بيتايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“
القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.
هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو.