17 هغه بوډا سړى د ښار په بازار کښې مسافر وليدو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟ او تۀ چرته ځې؟“
او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“
هغۀ وړومبى نوکر له حُکم ورکړو، ”زما ورور عِيسو چې درسره ملاويږى او تپوس کوى چې، ستا نېک څوک دے؟ تۀ چرته ځې؟ ستا نه مخکښې دا ځناور د چا دى؟
يوه ورځ يو مسافر د هغه مالداره سړى کور ته راغلو. مالداره سړى نۀ غوښتل چې هغه خپل يو ځناور حلال کړى چې د هغۀ دپاره روټۍ تياره کړى، هغۀ د غريب سړى ګډورۍ واخستله او د خپل مېلمه دپاره يې روټۍ تياره کړه.“
هغه سړکونه خوشې تشې پاتې دى او هيڅ څوک هم پرې سفر نۀ کوى. معاهدې ماتې شوې دى او په لوظُونو باندې عمل نۀ دے شوے. نور د يو کس عزت هم نۀ کيږى.
اے مالِکه خُدايه صرف تۀ د بنى اِسرائيلو اُميد يې، او د تکليف په وخت کښې زمونږ خلاصونکے يې. نو بيا ولې تۀ لکه د يو مسافر په شان يې چې زمونږ په مُلک کښې صرف يوه شپه تېره کړى او بيا ځى؟
څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.)
ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيتلحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى،