15 هغوئ د شپې تېرولو دپاره ورغلل. هغوئ ښار ته لاړل او په بازار کښې کښېناستل، خو هيچا د شپې دپاره کور ته بونۀ تلل.
کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.
د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بېپرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.
نو هغوئ د يبوس نه تېر شول او په خپله مخه روان وُو. نمر په پرېوتو وو چې هغوئ د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته راغلل.
څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.)
ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيتلحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى،
د کوم ليوى چې وينځه وژلے شوې وه هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ او زما بله ښځه د بنيامين په علاقه کښې جبعه ته د شپې تېرولو دپاره لاړُو.