12-13 خو نېک يې ووئيل، ”مونږ به په يو داسې ښار کښې نۀ پاتې کيږُو چې د هغه ځائ خلق بنى اِسرائيل نۀ وى. مونږ به تېر شُو او لږ مخکښې به لاړ شُو او په جبعه يا راما کښې به شپه تېره کړُو.“
هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.
په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيتآون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.
هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.
هلته جبعون، راما، بيروت،
ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَتيعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.
ساؤل هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو.
ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.