Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 19:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10-11 خو هغه سړى نۀ غوښتل چې بله شپه هم تېره کړى، نو هغه او د هغۀ وينځه په خپله مخه روان شول، خپل نوکر او دوه کته شوى خرونه هم ورسره وُو. د ورځې ناوخته وو چې هغوئ يبوس يعنې يروشلم ته نزدې راغلل، نو نوکر خپل مالِک ته ووئيل، ”دلته به ودرېږو او په دې يبوسى ښار کښې به شپه تېره کړُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 19:10
7 Iomraidhean Croise  

هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے.


ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.


د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو.


کله چې هغه سړے، د هغۀ وينځه او د هغۀ نوکر يو ځل بيا روان شول، نو سخر ورته ووئيل، ”وګوره، ماښام نزدې دے، په کار دى چې تاسو ټوله شپه پاتې شئ. زر به تيارۀ شى، دلته پاتې شئ او خپل زړۀ خوشحاله کړئ. سحر د سفر دپاره وختى پاڅئ او خپل کور ته لاړ شئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan