1 په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيتلحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.
د نحور د وينځې، رومه نه، طِبح، جاحم، تخص او معکه پېدا شول.
هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.
چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيتلحم په نوم ياديږى.
نو هغوئ د محل په چت باندې د ابىسلوم دپاره يوه خېمه ولګوله او د ټولو خلقو په مخکښې ابىسلوم ورننوتلو او د خپل پلار د وينځو سره څملاستو.
يوآب د بادشاه کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا نن خپل هغه سړى سپک کړى دى چا چې ستا، ستا د زامنو، لوڼو، ستا د ښځو او ستا د وينځو ژوند بچ کړے وو.
کله چې داؤد په يروشلم کښې خپل محل ته ورسېدو، هغۀ هغه لس وېنځې بوتلې چې کومې يې د محل د خيال ساتلو دپاره پرېښې وې او په حِفاظت کښې يې ساتلې وې. هغوئ له يې د ضرورت څيزونه ورکول، خو د هغوئ سره يې څملاستل نۀ کول. په هغوئ باندې ټول عُمر دا پابندى وه چې د کونډو په شان ژوند تېروى.
يوه ورځ د ساؤل زوئ اشبوست په ابنير اِلزام ولګولو چې تۀ د ساؤل د وينځې د آيه د لور رِصفخ سره څملې.
د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول.
سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو
دا د هغه دولسو آفسرانو او د هغه ضِلعو نومونه دى چې هغوئ د کومو آفسران وُو. بِنحُور، د اِفرائيم د غرونو مُلک،
د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله،
داسې به وشو چې کله به هغه هلته د ماښام تلله او په ورپسې سحر به هغه د بادشاه د ښځو يو بل ځائ ته بوتلے شوه او شعشجز خصى د هغې خيال ساتلو، چې کوم د بادشاه د وينځو مشر وو. هغه به تر هغې پورې بيا بادشاه له نۀ ورتله ترڅو چې بادشاه به يې ښۀ خوشحاله کړے نۀ وو او بادشاه به هغه په نوم رابللې نۀ وه.
نو بيا هغوئ د سرو زرو جامونه او پيالۍ راوړې کومې چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه راوړلے شوې وې، او بادشاه او د هغۀ آفسرانو، د هغۀ ښځو او د هغۀ وينځو په هغو کښې وڅښل.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
”اے د يهوداه د زمکې بيتلحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“
هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنتسِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے.
د هارون زوئ اِلىعزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.
د اِفتاح نه پس، د بيتلحم اِبصان د بنى اِسرائيلو قاضى شو.
يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.
په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه.
هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيتلحم په ښار کښې اوسېدو.
هغه د بيتلحم نه لاړو چې د اوسېدو دپاره بل ځائ ولټوى. د سفر په دوران کښې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د ميکاه کور ته راغلو.
په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې.
هغوئ د هغه ځائ نه لاړل او د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د ميکاه کور ته راغلل.
څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.)
خو هغه د هغۀ نه خفه شوه، په بيتلحم کښې واپس د خپل پلار کور ته لاړه او څلور مياشتې يې هلته تېرې کړې.
په هغه وخت کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو. هر چا هم هغه شان کار کولو چې څنګه يې خوښه وه.
کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل.