Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 18:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 18:7
13 Iomraidhean Croise  

هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.


هغوئ د څرن ښۀ آباد مُلکونه وموندل چې په کولاو مُلک کښې خوارۀ وارۀ وُو چې خاموش او د امن نه ډک وو. د هغوئ نه مخکښې چې کوم خلق هلته اوسېدل هغوئ حاميان وُو.


مالِک خُدائ فرمائى، راپاڅه او په هغه ښارونو باندې حمله وکړه څوک چې په آرام او سکون کښې ژوند کوى. د چا چې نۀ دروازې شته او نۀ دېوالونه او يواځې اوسيږى.


ځکه چې تابعدارو خلقو ته د مشرانو نه هيڅ يره نۀ وى خو نافرمانو ته وى. کۀ تاسو چرې د مشرانو په وړاندې بغېر د يرې اوسېدل غواړئ، نو تابعدارى کوئ او هغوئ به ستاسو تعريف کوى،


کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو.


او يا د حاکمانو چې هغه د بدکارانو د سزا او د نېکانو د تعريف دپاره هغۀ مقرر کړى دى.


هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.


هغوئ د دې نوم د ليس نه دان ته بدل کړو، دان د هغوئ پلار نيکۀ او د يعقوب زوئ وو.


اِمام جواب ورکړو، ”په خېر لاړ شئ، ستاسو سفر د مالِک خُدائ نه منظور شوے دے.“


کله چې هغه پينځۀ سړى صُرعا او اِستال ته راوګرځېدل، نو د دوئ خپلوانو د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وليدل.“


ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan