Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 18:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 اِمام جواب ورکړو، ”په خېر لاړ شئ، ستاسو سفر د مالِک خُدائ نه منظور شوے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 18:6
12 Iomraidhean Croise  

هغه نورو ټولو پېغمبرانو هم دغه شان وفرمائيل، ”رامات‌جِلعاد ته روان شه او تۀ به کامياب شې، مالِک خُدائ به تا له فتح درکړى.“


کله چې هغه د بادشاه په مخکښې حاضر شو، نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، ما او يهوسفط له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ ميکاياه ورته د چل سره ووئيل، ”آو، حمله ورباندې وکړئ، بې‌شکه تاسو به بريالى شئ. مالِک خُدائ به تاسو له فتح درکړى.“


نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“


مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،


بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“


په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بې‌حسابه دروغو سره زما خلق بې‌لارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى.


زمونږ لاره دې اوس زمونږ خُدائ پاک او پلار او زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله ستاسو په طرف سمه کړى.


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”د خُدائ پاک نه لږ تپوس وکړه چې مونږ به په خپل سفر کښې کامياب شُو او کۀ نه.“


نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو.


عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan