Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ د ميکاه سره کار کوم، زۀ د اِمام په توګه د هغۀ سره خِدمت کوم او هغه ما له تنخواه راکوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 18:4
16 Iomraidhean Croise  

د چا طرفدارى کول ښۀ کار نۀ دے ځکه چې ځينې خلق به د يوې نوړۍ روټۍ دپاره غلط کار وکړى.


هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.


تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بې‌حرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


ما د چا نه هم د سپينو زرو او يا د سرو زرو يا د جامو خواهش نۀ دے کړے.


چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى.


په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار.


او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.


ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“


ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو.


کله چې هغوئ هلته وُو، نو هغوئ د هغه ځوان ليوى په لهجه باندې پوهه شول، نو هغوئ ورغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ تۀ دلته چا راوستلے يې؟“


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”د خُدائ پاک نه لږ تپوس وکړه چې مونږ به په خپل سفر کښې کامياب شُو او کۀ نه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan