Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 18:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 18:30
20 Iomraidhean Croise  

د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.


مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه وو او د خپل حضور نه يې لرې کړل او صِرف د يهوداه بادشاهى يې په ځائ پرېښودله.


مالِک خُدائ ټول اِسرائيل رد کړو، هغوئ له يې سزا ورکړه او ظالمانو دشمنانو ته يې حواله کړل او په آخر کښې يې د خپل حضور نه وشړل.


هغوئ په يربعام پسې روان وُو او چې هغۀ کوم ګناهونه کړى وُو نو هغه ټول يې کول،


چې په آخر کښې مالِک خُدائ هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل، لکه څنګه چې هغۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه خبردارے ورکړے وو چې داسې به وکړى. نو د اِسرائيل خلق اسور ته جلاوطن کړے شول، چرته چې تر اوسه پورې اوسيږى.


او ورسره د هغې دوه زامن جيرسوم او اِلى‌عزر هم وُو. موسىٰ فرمائيلى وُو، ”زۀ په پردى مُلک کښې مسافر يم.“ نو ځکه هغۀ په يو زوئ جيرسوم نوم کېښودو.


د هغې نه يې يو زوئ وشو. موسىٰ د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ په دې مُلک کښې مسافر يم.“ نو په هغۀ يې جيرسوم نوم کېښودو.


د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“


بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى.


هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“


د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan