3 کله چې هغوئ هلته وُو، نو هغوئ د هغه ځوان ليوى په لهجه باندې پوهه شول، نو هغوئ ورغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ تۀ دلته چا راوستلے يې؟“
يعقوب خپل پلار ته ورنزدې شو، هغۀ له يې لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”ستا آواز د يعقوب د آواز په شان دے، خو ستا لاسونه د عِيسو د لاسونو په شان دى.“
تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟
لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بېشکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“
هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول.
نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول.
هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ د ميکاه سره کار کوم، زۀ د اِمام په توګه د هغۀ سره خِدمت کوم او هغه ما له تنخواه راکوى.“