قاضيانو 18:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 نو هغوئ په خپله مخه لاړل. ميکاه ته پته ولګېده چې د دان سړى په هغوئ باندې ډېر زيات تکړه دى، نو هغه راوګرځېدو او کور ته لاړو. Faic an caibideil |
کله چې د دان سړو اِمام او هغه څيزونه يوړل چې کوم ميکاه جوړ کړى وُو، هغوئ لاړل او په ليس يې حمله وکړه، چې کوم امن پسند خلق وُو او د جنګ دپاره تيار نۀ وُو. هغوئ د بيترِحوب په وادۍ کښې وُو او هغوئ د دې اوسېدونکى قتل کړل او په ښار يې اور بل کړو. داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې بچ کړى وے، ځکه چې ليس د صيدا نه ښۀ لرې وو او د نورو خلقو سره د هغوئ لېن دېن نۀ وو. د دان قبيلې خلقو هغه ښار بيا جوړ کړو او په هغې کښې اوسېدل.