Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 18:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 ميکاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”مطلب دې څۀ دے، څۀ خبره ده؟ تۀ زما اِمام بوځې او زما جوړ کړى معبودان اوړې او ځې نو نور زما سره څۀ پاتې کيږى؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 18:24
15 Iomraidhean Croise  

ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“


راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل.


په دې باندې مالِک خُدائ غصه شو، نو هغۀ امصياه له يو پېغمبر ورولېږلو. پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تا د هغه پردو معبودانو عبادت ولې کړے دے چې هغوئ ستا د لاس نه خپل خلق هم نۀ شول بچ کولے؟“


چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى، او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.


د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو.


د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.


اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه.


خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.


د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“


ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“


د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو.


او هغوئ ته يې چغه کړه. د دان سړى راوګرځېدل او د ميکاه نه يې تپوس وکړو، ”څۀ چل دے چې دومره ډېر خلق راغونډ شوى يئ؟“


د دان سړو ورته ووئيل، ”ستا دپاره به دا ښۀ وى چې نور هيڅ غږ ونۀ کړې. ګنې دا سړى به غصه شى او حمله به درباندې وکړى او بيا به تۀ او ستا ټول خاندان مړۀ شئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan