Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 18:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 18:2
20 Iomraidhean Croise  

هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“


د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.


کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ.


يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟


د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا،


په هغې کښې دا علاقې شاملې وې، صُرعا، اِستال، عيرشمس،


بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.


د يريحو بادشاه خبر شو چې څۀ اِسرائيليان په هغه شپه د دې مُلک د جاسوسۍ دپاره راغلى دى.


په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو.


او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.


د هغۀ وروڼه او د هغۀ د خاندان نور کسان د هغۀ لاش وړلو له راغلل. هغه يې واپس يوړو او د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د خپل پلار منوحه په قبر کښې يې ښخ کړو. هغه شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.


يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.


نو د دان قبيلې شپږ سوه سړى د صُرعا او اِستال نه لاړل او د جنګ وسله ورسره وه.


هغوئ د هغه ځائ نه لاړل او د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د ميکاه کور ته راغلل.


کله چې هغوئ هلته وُو، نو هغوئ د هغه ځوان ليوى په لهجه باندې پوهه شول، نو هغوئ ورغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ تۀ دلته چا راوستلے يې؟“


کله چې هغه پينځۀ سړى صُرعا او اِستال ته راوګرځېدل، نو د دوئ خپلوانو د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وليدل.“


په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيت‌لحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.


ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيت‌لحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan