19 هغوئ ورته ووئيل، ”غلے شه. چې يوه خبره هم ونۀ کړې. مونږ سره لاړ شه او زمونږ اِمام او مشر شه. د يو سړى د خاندان د اِمام کېدو نه دا ښه نۀ ده څۀ چې د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې اِمام شې؟“
اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“
کله چې د اِسرائيل بادشاه شاميان وليدل، نو هغۀ د اليشع نه تپوس وکړو، ”صاحِبه، زۀ هغوئ ووژنم؟ زۀ هغوئ ووژنم څۀ؟“
ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل.
کۀ تا کم عقلتوب وکړو او خپل ځان دې لوئ کړو، او يا دې خرابې منصوبې جوړې کړې نو په خپلې خولې دې لاس کېږده.
قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى.
په دې دُنيا کښې هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چې ستاسو خو يو پلار شته او هغه په آسمان کښې دے.
ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“
کله چې سړى د ميکاه کور ته ننوتل او مقدس څيزونه يې راواخستل، نو اِمام د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څۀ کوئ؟“
نو اِمام په دې باندې ډېر خوشحاله شو او هغه مقدس څيزونه يې واخستل او د هغوئ سره لاړو.