17 هغه پينځۀ جاسوسان سيدها کور ته ننوتل او هغه ټول بُتان او مقدس پېش بند يې واخستلو، په دې دوران کښې اِمام د شپږ سوو وسله بندو سړو سره په دروازه کښې ايسار وو.
لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.
ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بېصبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“
هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.
ګورئ، دا ټول معبودان بېکاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“
هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.
ځکه چې د بابل بادشاه به په هغه ځائ کښې چرته چې نښه شوې ده چې لارې جدا کيږى ودريږى چرته چې لارې دوه شوې دى، نو په دې وخت کښې به د خپل قسمت فال وګورى، هغه به په غشو سره ځان دپاره فال معلوم کړى، او د خپلو بُتانو سره به مشوره وکړى، هغه به د څاروو اينه معائنه کړى چې هغه کوم طرف ته لاړ شى.
او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.
زۀ به ستاسو تراشلے شوى بُتان او مقدس کاڼى ستاسو مينځ نه تباه کړم، تاسو به نور د خپل لاس جوړ شوى څيزونو ته سجده نۀ کوئ.
بيا هغه پينځۀ سړى کوم چې د ليس مُلک کتلو له تلى وُو هغوئ خپلو ملګرو ته ووئيل، ”تاسو ته پته وه څۀ چې هلته په يو کور کښې يوه مجسمه او يو په قالب کښې جوړ شوے بُت دے؟ هلته نور بُتان او مقدس پېش بند هم دى. ستاسو څۀ خيال دے چې څۀ وکړُو؟“
په دې دوران کښې چې د دان کوم شپږ سوه فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، هغوئ په دروازه کښې ولاړ وُو.
کله چې سړى د ميکاه کور ته ننوتل او مقدس څيزونه يې راواخستل، نو اِمام د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څۀ کوئ؟“
نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول.
خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربانګاه وه چې تباه کړے شوه.“
بيا هغې د کور هغه بُت واخستو، په کټ کښې يې واچولو، د دې په سر يې د چېلو وړۍ واچولې او په يوه کپړه باندې يې پټ کړو.
د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.