16 په دې دوران کښې چې د دان کوم شپږ سوه فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، هغوئ په دروازه کښې ولاړ وُو.
نو د دان قبيلې شپږ سوه سړى د صُرعا او اِستال نه لاړل او د جنګ وسله ورسره وه.
هغوئ د ميکاه کور ته لاړل، چرته چې هغه ځوان ليوى اوسېدو او سلام يې ورباندې واچولو.
هغه پينځۀ جاسوسان سيدها کور ته ننوتل او هغه ټول بُتان او مقدس پېش بند يې واخستلو، په دې دوران کښې اِمام د شپږ سوو وسله بندو سړو سره په دروازه کښې ايسار وو.