13 هغوئ د هغه ځائ نه لاړل او د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د ميکاه کور ته راغلل.
هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنتسِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے.
د هارون زوئ اِلىعزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.
يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.
هغوئ لاړل او د يهوداه په مغرب په قِريَتيعريم کښې يې خېمې ولګولې. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم تر اوسه پورې د ”دان کېمپ“ دے.
بيا هغه پينځۀ سړى کوم چې د ليس مُلک کتلو له تلى وُو هغوئ خپلو ملګرو ته ووئيل، ”تاسو ته پته وه څۀ چې هلته په يو کور کښې يوه مجسمه او يو په قالب کښې جوړ شوے بُت دے؟ هلته نور بُتان او مقدس پېش بند هم دى. ستاسو څۀ خيال دے چې څۀ وکړُو؟“
په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيتلحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.