11 نو د دان قبيلې شپږ سوه سړى د صُرعا او اِستال نه لاړل او د جنګ وسله ورسره وه.
د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا،
او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.
کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“
هغوئ لاړل او د يهوداه په مغرب په قِريَتيعريم کښې يې خېمې ولګولې. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم تر اوسه پورې د ”دان کېمپ“ دے.
په دې دوران کښې چې د دان کوم شپږ سوه فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، هغوئ په دروازه کښې ولاړ وُو.