قاضيانو 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“ Faic an caibideil |
کله چې د دان سړو اِمام او هغه څيزونه يوړل چې کوم ميکاه جوړ کړى وُو، هغوئ لاړل او په ليس يې حمله وکړه، چې کوم امن پسند خلق وُو او د جنګ دپاره تيار نۀ وُو. هغوئ د بيترِحوب په وادۍ کښې وُو او هغوئ د دې اوسېدونکى قتل کړل او په ښار يې اور بل کړو. داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې بچ کړى وے، ځکه چې ليس د صيدا نه ښۀ لرې وو او د نورو خلقو سره د هغوئ لېن دېن نۀ وو. د دان قبيلې خلقو هغه ښار بيا جوړ کړو او په هغې کښې اوسېدل.