Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 17:6
13 Iomraidhean Croise  

د دې نه مخکښې په بنى اِسرائيلو هيچا هم بادشاهى نۀ وه کړې او دې بادشاهانو د ادوم په مُلک بادشاهى وکړه، د دِنهابا نه د بعور زوئ بالع، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې نه حشيم او د عويت نه د بدد زوئ هدد، هدد د موآب په مُلک کښې په يو جنګ کښې ميديانو ته شکست ورکړے وو، د مسرقه نه شمله، د سيند د غاړې رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل، د مطرِد لور او ميضاهاب نمسۍ وه.


دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“


کم عقلو ته خپل چال چلن ښۀ ښکارى، خو هوښيار سړے نصيحت ته غوږ نيسى.


د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.


د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى.


اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.


کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو چې داسې کارونه ونۀ کړئ لکه چې دلته يې کوئ. تر اوسه پورې چې تاسو ته څۀ ښۀ ښکارېدل نو هم هغه شان مو کول،


مالِک خُدائ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شو کله چې د هغوئ قبيلې او مشران يو ځائ راغونډ وُو.“


په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې.


په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيت‌لحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.


په هغه وخت کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو. هر چا هم هغه شان کار کولو چې څنګه يې خوښه وه.


”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، داسې ولې وشول؟ د بنيامين قبيله ولې د بنى اِسرائيلو نه ورکيږى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan