قاضيانو 17:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“ Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.