قاضيانو 17:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“ Faic an caibideil |
بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.