13 ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“
د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.
دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بېلارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”هر يو بوټے چې زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به د بېخه وويستلے شى.
دوئ بېفائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“
نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بېشکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.
خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.
ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو.
په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې.
ميکاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”مطلب دې څۀ دے، څۀ خبره ده؟ تۀ زما اِمام بوځې او زما جوړ کړى معبودان اوړې او ځې نو نور زما سره څۀ پاتې کيږى؟“